سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / بهرنیانو پخپله ثابته کړه چې تر اوسه افغان جګړه کې نا کام دي

بهرنیانو پخپله ثابته کړه چې تر اوسه افغان جګړه کې نا کام دي

د امریکا ددفاع وزارت سرپلټونکي «ګلن فاین» د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې د ټرمپ د جګړییز ستراتیژي تر اعلان وروسته هم امریکا د طالبانو پر وړاندې کوم پرمختګ نه لري.

د دفاع وزارت سرپلټونکی داسې مهال دا اعتراف کوي چې جنرال نیکولسن میاشت وړاندې ویلي و، چې د طالبانو پر وړاندې یې زیات پرمختګونه کړي او د هغوی پر وړاندې په تعرضي حالت کې دي.
نیکولسن همداراز دا پرمختګونه د ترمپ د وروستۍ تګلارې محصول بللی و.
.
فاین ویلي؛ به ټولیز ډول دا ناشونې چې تر وخت وړاندې پریکړه وکړو چې زموږ جګړییزه پالیسي ناکامه شوې که څنګه؟
افغان ولسمشر غني او نیکولسن تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې په راتلونکو ۲ کلونو کې به د افغانستان ۸۰ سلنه خاوره تر خپل حاکمیت لاندې راولي خو د پنټاګون سرپلټونکي بیا په خپل درۍ میاشتني راپور کې ویلي چې تر اوسه امریکایي او افغان ځواکونو یوه سلنه پرمختګ هم نه دی کړی او د ناکامي او بریا قضاوت ناشونی ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: