چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / بين المللي / بوسنیا د هغه کډوالو مخه نیولې غوښتل یې چې اروپا ته ولاړ شي

بوسنیا د هغه کډوالو مخه نیولې غوښتل یې چې اروپا ته ولاړ شي

د بوسنیا سرحدي پولیسو د هغو لسګونو کډوالو مخه نیولې چې غوښتل یې له‎دې لارې د اروپایي اتحادیې غړي هېواد کروشیا ته ننوځي.

دا پېښه د جون پر اتلسمه د بوسنیا په شمال لویدیځ سرحد کې داسې مهال شوې چې په‎دې وروستیو کې له منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه د هغو کډوالو شمېر ډېر شوی چې د اروپا په لویدیځ کې د پناه غوښتنې په لټه کې دي.

تر دې وړاندې د پناه غوښتونکو د ملاتړ اروپایي ادارې د جون پر اتلسمه د ۲۰۱۷ میلادي کال راپور خپور کړ چې په‎کې راغلي وو په هغه کال کې د ناروې او سویډن په ګډون اروپایي اتحادیې کې د پناه غوښتونکو په شمېر کې د ۲۰۱۶ میلادي کال په مقایسه ۴۴ فیصده کموالی راغلی دی.

په‎دې وروستیو میاشتو کې کډوالو د بالکان له نورو لارو څخه چې تګ راتګ په‎کې ډېر سخت دی، بوسنیا ته مخه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: