یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / بګرام زندان د تورو تمبو شاته نا لیدلې او نا ویلې حقایق!

بګرام زندان د تورو تمبو شاته نا لیدلې او نا ویلې حقایق!

په ولسي جرګې کې د بګرام محبس بندیانو د وضعیت معلومولو لپاره د ټاکل شوي غړی ښاغلی الله ګل مجاهد وايي چې په بګرام زندان کې ۶۵۰۰ بندیان شتون لري خو د چارواکو له لوري ورسره د څارویو په شکل چلند کیږي.
نوموړي چې د کابل نیوز ټلویزون په ډیالوګو پروګرام کې خبرې کولې وویل:

په بګرام زندان کې له بندیانو سره کیدونکي چلند د انسانیت او اسلامیت له ټولو مقراراتو ښکاره تخلف دی.
ځکه هلته ۶۵۰۰ بندیان ساتل کیږي چې د هغو په جمله کې داسې کسان هم شته چې تر یوه کال زیاته موده په کوټه قلفو تورو خونو کې پراته دي مګر تر اوسه پوري یې چا تري د بندیتوب په اړه پوښتنه هم نه ده کړې.

همداراز د هغوی له جملې څخه د ۱۷۰ تنو د حبس موده پوره شوې مګر دوئ لا بیا هم همداسې بي برخلیکه پراته دي.
د نوموړي په خبره په یادو بندیانو کې داسې کسان و چې په خپل جُرم یې اعتراف کاو خو د هغوئ ترڅنګ یو زیات شمیر داسې کسان هم وو چې په تش تور او یا هم په ګرځنده ټلیفون کې د خبرو په اشتباه زندان ته راوستل شوي وو

ښاغلی الله ګل وايي: له کله چې د بګرام محبس چارې افغان دولت ته سپارل شوې بیا تر اوسه پورې هلته ټول میشت بندیان د خپلو خپلوانو له ملاقاتونو څخه محروم دي.
د ناروغانو د درملنې او معالجې لپاره یې هیڅ بندو بست نشته دی، ډیری بندیان په وژونکو ساري ناروغیو اخته او په هماغو تنګو خونو کې له نورو بندیانو سره یوځای اوسیږي ، چې تراوسه پوري یې دریو تنو د نه درملنې له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د الله ګل په خبره ځیني یې په داسې فردي (یواځې) خونو کې ساتل کیږي چې خوب، خوراک، لمونځ اودس او قضايي حاجت یې ټول په هم هغو ۲ په ۳ متره مساحت اطاق کې وي.

همدا راز ډیر نور بندیان په داسې اطاقونو کې ساتل کیږي چې ظرفیت یې د ۴ تنو خو دوئ ورکې ۳۰ تنه اچولي او په مجموع کې همدا ټول بندیان د اسارت له لومړۍ ورځې تر اوسه د لمر له وړانګو محروم دي.

حاجي الله ګل مجاهد وايي چې په یاد زندان کې سیاسي او جنايي بندیان ګډوډ پراته دي، حتی چې مونږ په خپلو سترګو نیږدي ۸۰ تنه تر قانوني سن لاندې تنکي ځوانان ولیدل چې له نورو لویو بندیانو سره د هغوئ په کمرو کې اوسیدل.

په مجموع کې د بګرام زندان د محبوسینو لپاره د درس او تعلیم هیڅ امکانات نه لیدل کیدل ، حتی چې بندیانو ته په خپلو اطاقونو کې په جماعت د لمانځه اداء کولو او د قرآن کریم په جهر لوستلو اجازه هم نه لرله.

حاجي الله ګل مجاهد وايي چې مونږ د همدي بندیانو د وضعیت په اړه له هغوي سره له نیږدي خبرې وکړي د هغوي په منځ کې مو داسې کسان ولیدل چې یوجوړ جامې یې له تیرو دووکلونو راهیسې په ځان کې وې او ځینو نورو بیا د زندان له کمپلو څخه د ستر عورت په خاطر ځانته جامې جوړې کړې وي.

نوموړی وايي زه د ولسي جرګې د غړي او د بندیانو د وضعیت معلومولو د کمیسون د یوه فرد په توګه دا تجویز کوم چې له یادو بندیانو سره دي د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې چلند وشي او د هغوي د بشري حقونو او انساني کرامت درناوی دي وشي ، که دا نه کیږي د هغوی لپاره دا غوره ده چې ټول په یو ځايي ډول کوم سیند ته وغورځول شي چې ټول په یوه کرت د دغه وحشي محبس له کړاونو خلاص شي…

پورتني جزیانات د کوم مخالف لوري بي دلیله تبلیغات نه ، بلکې د ولسي جرګې د یوه برحاله وکیل او د بندیانو د چارو یو مؤظف چارواکي د کابل نیوز په شمول له نورو رسنیو سره کړي ، اوس به وګورو چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون، د بشري حقونو مدافع سازمانونو او په مجموع کې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دساتنې سازمان په بګرام محبس کې د دغو بندیانو د حقونو او انساني کرامت د اعادي لپاره خپل رسالت څرنګه حس او څه ډول په ځای کوي؟!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: