یکشنبه , جنوري 24 2021
کور / خبرونه / افغانستان / بګرام هوایي ډګر ته چېرمه ۴امریکایي پوځیان وژل شوي دي

بګرام هوایي ډګر ته چېرمه ۴امریکایي پوځیان وژل شوي دي

د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د امریکايي پوځیانو نظامي اډې ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو په زغروال ټانګ بمي چاودنه کې د ۴ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپرو شوو معلوماتو ترمخه دا پېښه تیره شپه نهه بجې د بګرام ولسوالۍ په نصرو کلا سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د امریکايي ځواکونو یو زغروال ټانګ د سړک غاړې ماین د چاودنې هدف وګرځېده.
د سرچینې په خبره په دغه چاودنه کې ټانګ ویجاړ شوی او ۴ تنه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند تر اوسه په دغه چاودنه کې د وژل شوو امریکايي پوځیانو د هویت په اړه څه ویلي نه دي.
د بګرام هوايي ډګر ته څېرمه نصرو کلا سیمه کې تردې وړاندې هم په امریکايي پوځیانو مرګانۍ بمي چاودنې ترسره شوي، چې له امله یې ګڼ شمېر امریکايي پوځیانو ته مرګ ژوبله اووښتې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: