شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / پښتو ادب / (بیا سرو غوټیو کړلې پڅې د خزان مښوکې) (بیا د زخمي بلبل په وینو دی خمار پسرلی)

(بیا سرو غوټیو کړلې پڅې د خزان مښوکې) (بیا د زخمي بلبل په وینو دی خمار پسرلی)

(غـــزل)
ـــــــــــــ

خدایه ته راولې نن بیا په هغه لار پسرلی
ستا د رحمت په ښکلاګانو باندې بار پسرلی

چې د وطن په وچو دښتو کې وګمې وپاشي
چې ټکور وګرځي د غرونو د پرهار پسرلی

انقلابونه دي له څړیکو سره ژوند تېروو
نه مو اختر چېرته لمانځلی نه سینګار پسرلی

چې په راتلو یې غازیان غچ له زوروَرو واخلي
چې شي مظلومو اولسونو ته کرار پسرلی

مونږ د سپرلي هره غوښتنه ده هر ځل منلې
مونږه په وینو زېږولی دی هر وار پسرلی

بیا سرو غوټیو کړلې پڅې د خزان مښوکې
بیا د زخمي بلبل په وینو دی خمار پسرلی

زاهد ساپي د تندې خوند یې یو په دوه ښکارېږي
خوښوو ځکه اوس د ستړي انتظار پسرلی

ــــــــــــــــــــــــــــ
(مهاجر زاهد ساپي)

انقلابي او خوږ ژبي شاعر محترم مهاجر زاهد ساپي نه په مننه سره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *