یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / پاکستان /  تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د یوطلاق شوې مېرمن سره دریم واده کول غواړې

 تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د یوطلاق شوې مېرمن سره دریم واده کول غواړې

راپورونه وايي، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د بشری مونیکا سره واده کوي. د خان ګوند دغه راپورونه تایید کړي؛ خو وايي چې اوس یوازې مونیکا ته د واده له پاره وړاندیز شوی او دوی د هغې له لوري د ځواب په تمه دي.
تحریک انصاف ګوند په یوه رسمي اعلامیه کې دا راپورونه تایید کړي دي.
بل خوا، د مونیکا خاوند فرید مونیکا بیا وايي چې عمران خان يې د مېرمنې او د ده دېرش کلن ژوند خراب کړی دی.
د جیو نیوز د راپور پر بنسټ، فرید مونیکا ویلي چې د مېرمنې او د ده ژوند يې عمران خان هغه مهال خراب کړ چې عمران خان يې له ځانه د مېرمنې مرید جوړ کړ او په دې بهانه به يې لیدو ته ورتلو.
درې میاشتې کېږي چې مونیکا له خپل خاوند څخه خلع اخیستې ده. کله چې د مونیکا عدت پوره شو؛ نو عمران خان ورته د واده وړاندیز وکړ.
ویل کېږي چې دوی دواړو له دې وړاندې پنځه ځله لیدلي دي. لومړۍ لیدنه يې په ۲۰۱۵ ز کال کې شوې وه.
یوه وتلي پاکستانی ژورنالېست عمر چیمه بیا وايي چې عمران خان او بشری د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نېته واده کړی دی.
په خپله عمران خان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
مونیکا پنځه اولادونه لري او دا مهال لاهور کې له خپلې مور سره اوسېږي.
دا د عمران خان درېيم واده دی. د هغه لومړۍ مېرمن انګلیسۍ جیمایما خان وه چې په ۲۰۰۴ ز کال کې يې ترې طلاق واخیست. دویمه مېرمن يې ریحام خان وه چې یوازې لس میاشتې سره یو ځای وو او په ۲۰۱۵ ز کال کې سره جلا شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *