شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / تحریک طالبان پاکستان د خپل مرستیال وژل کیدل تاید کړل

تحریک طالبان پاکستان د خپل مرستیال وژل کیدل تاید کړل

د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې مرستیال وژل شوی دی. د پاکستاني طالبانو (تحریک طالبان پاکستان) ډلې ویاند د دې خبر پخلی کړی چې ګوندې د یادې ډلې مرستیال څو ورځې وړاندې د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړه وزیرستان سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. د یادې ډلې ویاند ویلي چې د دې ډلې مرستیال خالد محسود چې په خان سعید سجنا مشهور وو د امریکا په هوایي برید کې وژل شوی دی. د هغه په خبره تحریک طالبان پاکستان مفتي نور ولي د محسود ځایناستی ټاکلی دی. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپورونه خپاره کړل چې د یادې ډلې مرستیال د افغانستان پولې ته څېرمه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: