پاکستاني طالبانو مفتي نور ولي مسید د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړی. په هغه اعلامیه کې چې د پاکستان طالبانو غورځنګ لخوا رسنیو ته استول شوې، مفتي حضرت الله د دې ډلې د مرستیال په توګه اعلان شوی.
په اعلامیه کې پاکستاني طالبانو د لومړي ځل لپاره منلې چې پخوانی مشر مُلا فضل الله د امریکایي ځواکونو په یوه ډرون برید کې وژل شوی.
د اعلامیې له مخې، د پخواني مشر تر وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو د رهبرۍ شورا د نوي امیر د ټاکلو لپاره غونډه وکړه. اعلامیه وایي چې په دې غونډه کې مفتي نور ولي مسید د رایو په اکثریت سره د نوي امیر په توګه وټاکل شو.
‘د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله ډرون برید کې وژل شوی’
له دې مخکې د جون پر ۱۵ مه افغانستان کې د امریکايي پوځ ویاند ډګرمن مارټن اوډونل په یوه اعلامیه کې وویل، د جون ۱۳ مې او ۱۴ مې نېټې تر منځ شپې مهال امریکايي پوځ د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیات کړي دي او د عملیاتو هدف د یوه تنظیم مشر و، چې ترهګره ډله بلل شوې، خو نوموړي هغه مهال په نښه شویو کسانو په اړه ډېر جزیات نه و څرګند کړي.

خو وروسته د افغانستان دفاع وزارت تایید کړې، چې کونړ ولایت کې د امریکايي پوځ یوه برید کې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله وژل شوی دی. د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سره خبرو کې وویل، ملا فضل الله کونړ کې د امریکايي هوايي ځواک په یوه ډرون برید کې وژل شوی دی.
له هغه وروسته د پاکستان استخباراتي سرچینو هم بي بي سي ته وویل، ملا فضل الله د کونړ په مروره سیمه کې د روژه ماتې یوې میلمستیا ورورسته په موټر کې د کښېناستو پر مهال له ډرونه په نښه شو.
ملا فضل الله د سوات یوسفزی پښتون و، چې ۱۹۷۴ کال کې زېږېدلی و. نوموړی د یوسفزیو بابکرخیل ښاخ اړوند دی. نوموړی ۲۰۱۳ کال کې د حکیم الله مسید له وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.
.