
د تخار د ينګي کلا ولسوالۍ د جندک کلي اوسېدونکې ۲۷ کلنې فريدې رسنيو ته ويلي، چې دوه شپې وړاندې د سيمهييزو پوليسو د قوماندان ملک تاتار وسله وال د هغې پر کور ورننوتل او جنسي تېری يې پرې وکړ.
فريدې سلام وطندار سره خبرو کې څرګنده کړې ده، چې کله چې له همدې امله سيمهييزې ادارې ته د شکايت ثبتولو په پار ولاړم، د قزيل، مير، زمان، حفيظ او دوو نورو وسله والو له لوري سخته ووهل شوم: «زمان غوښتل چې پر لور مې جنسي تېری وکړي او هغه کس چې پر ما يې تېری کړی، نه يې پېژنم».
د جنسي تېري ښکار مېرمن وايي، چې د همدې کسانو د تهديدونو له ډاره خپل کور ته نه شم ستنېدی.
د يادونې وړ ده چې د سيمهييزو پوليسو له لوري پر خلکو د دا ډول تېرو او زور زياتي کيسې له کلونو راهيسې اورېدل کېږي، خو حکومت يې د مخنيوي په پار ګامونه نه پورته کوي.