د تخار د پوهنې رياست وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو ددغه ولايت ٢٣ ښوونځي تړلي دي. د پوهنې رييس عبدالسميع ابديار وويل چې وسله والو طالبانو ۱۵ ښوونځي په درقد، ۴ په خواجه بهاوالدين او درې په ينګي کلا ولسوالۍ کې تړلي او يو بل ښوونځی د جګړې له امله په خواجه غار ولسوالۍ کې تړل شوی دی. د درقد ولسوال سيف الدين مشتاق بيا وايي، طالبانو ګواښ کړى چې که د دوى د پوهنې رييس خوشې نه شي؛ نور ښوونځي به هم وتړي او د ټاکنو بهير به هم له خنډ سره مخ کړي. خو د والي وياند سنت الله تېمور وايي، دوی نه شي کولی چې د طالبانو د پوهنې رييس له بنده خلاص کړي. تېمور وايي، له طالبانو سره معامله ناشونې ده. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
