شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / ترهګرد پاکستان په داخل کې دي خو دغه هېواد یي بیاد ډیورنډ کرښه پوري تړي

ترهګرد پاکستان په داخل کې دي خو دغه هېواد یي بیاد ډیورنډ کرښه پوري تړي

په پاکستان کې ثبات او سوله د افغانستان په سوله او ثبات پورې تړلي دي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز د مونیخ په کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي، چې هېواد یې د کمو امکاناتو په لرلو سره بیا هم د افغانستان په سوله او ثبات کې هڅه کوي. دده په خبره په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان د سولې او ثبات په مانا دی. هغه بیا هم ټینګار کړی، چې پر ډيورنډ فرضي کرښه به کنټرول ډېروي او د ترهګرو د اوښتو را اوښتو مخه به نیسي. د جنرال قمر جاوید باجوه په خبره افغانستان او پاکستان دواړه خپلواک هېوادونه دي او حق لري چې د خپل پرمختګ او سولې لپاره کار وکړي. دده په وینا ددواړو هېوادونو ترمنځ به اړیکې هله نورې هم ښې، شي چې له خاورو یې ترهګر د یو بل پر ضد کار وا نه خلي. باجوه همدا راز ویلي چې هېواد یې د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات کړي دي او هڅه کوي افغان کډوال خپل هېواد ته ولېږي. دده په وینا حقاني شبکه او نور ترهګر د کډوالو به کمپونو د پټنځایونو په توګه کار اخلي. باجوه همدا راز ویلي چې په افغانستان کې روان بحران د جګړو له لارې نه حل کېږي بلکې سیاسي حل ته یې اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *