دوشنبه , مې 25 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ترکیه په سلګونه افغان کډوال د هېواد نه ایستلي دي

ترکیه په سلګونه افغان کډوال د هېواد نه ایستلي دي

ترکيې د افغان کډوالو تر ۳۰۰ ډېر په یوه ډله کې تازه له خپلې خاورې ایستلي دي. صنا؛ خبري مرکز وايي ترکيې دا کډوال ناقانونه ګڼلي او د الوتکو له لارې يې له ازمیر سرحدي سیمې څخه له ترکيې ایستلي دي. د سرچينې په وینا په ترکيه کې وروسته له هغه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ تونده شوه، چې ترکي چارواکي په ترکيه کې له افغان سفارت سره هوکړې ته ورسېدل. د دې هوکړې پر بنسټ ناقانونه افغان کډوال به له دې هېواده ویستل کېږي، چې په ازمیر سرحدي سیمه کې يې له سلګونو نیول شويو افغانانو څخه ۳۲۴ تنه تازه ایستلي دي. ترکيه چې د افغان کډوالو لپاره د اروپا د لارې حیثیت لري، هغه هېواد ګڼل کېږي چې ګڼ افغان ځوانان پکې اروپا ته د اوښتو په تمه ناقانونه شپې ورځې تېروي. د افغانستان د کډوالو چارو وزارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: