پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ترکیه په هرات ولایت کې کونسلګري پرانیزي

ترکیه په هرات ولایت کې کونسلګري پرانیزي

په افغانستان کې د ترکیې نوي سفیر اوزان آرطغرل د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د لیدنې پر مهال ویلي هېواد یې غواړي په نیژدې راتلونکې په هرات ولایت کې کونسلګري پرانیزي. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت نه د رالېږل شوې خبرپاڼې له مخې، د ترکیې سفیر ویلي هېواد یې له افغانستان سره نیکې اړیکي لري او دوی له دې هېواد سره په بیلابیلو برخو کې کار کولو ته چمتو دي. هغه ویلي په لنډ وخت کې به د یاد هېواد لومړی وزیر بنعلي یلدرم افغانستان ته راشي او د دواړو هېوادونو تر منځ به د همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړي. د ترکيې سفیر دغه راز په خپلو خبرو کې وویل چې ترکیه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *