سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / ترکی ځواکونوپه سوریه کې ګڼي سیمی نیولي دي

ترکی ځواکونوپه سوریه کې ګڼي سیمی نیولي دي

ترکیې ځواکونو دسوریې په شمال کې دپې کاکاوسله والې ډلې په وړاندې عمیلیات پیل کړي چې ډیرپه تیزي سره یې ځواکونه په سیمه کې خپریږي تراوسه پورې یې ۱۱سیمې نیولې دي.

ترکی چارواک وايي چې د زیتون د څانګې په نوم د عملیاتو په لومړۍ ورځ د ترکیې په ملاتړ د آزادې سوریې د اوردو ځواکونه د عفرین د ښارګوټي شمال لوېدیځې او لوېدیځې نه سیمې ته ننوتي دي.

د سوریې په شمال کې د پې کا کا د ترهګرې ډلې د څانګې پي وای ډي پر خلاف د زیتون د څانګې ترنامه لاندې د پیل شوو عملیاتو په پایله کې له ترهګرو ۱۱ سیمې نیول شوي دي.

د ترکیې د وسله وال پوځ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په سیمه کې د ازادې سوریې د اوردو د ځواکونو لخوا له  ترهګرو د راجو او بلبل د سیمو په مربوطاتو کط د شنکال، کورني، بالي، اېدمانلي، کیتا او کوردو کلي نیول شوي دي. سربېره پردې د ۲۴۰ په نامه یوه غونډۍ او شاوخوا سیمې هم د آزادې سوریې د اوردو لاس ته ورغلي دي.

پدې ډول د زیتون د څانګې د عملیاتو په لومړۍ ورځ د ترکیې په ملاتړ د آزادې سوریې د اوردو ځواکونه د عفرین د ښارګوټي شمال لوېدیځې او لوېدیځې نه سیمې ته ننوتي دي.

دیوه بل خبر له مخې چې د ترکیې په سوېل کې د کیلیس د ولایت په مربوطاتو کې د سوریې له خاورې توغول شوي ۵ توغندي لګېدلي دي.

د ترلاسه  شو معلوماتو له مخې د سوریې د عفرین له سیمې د پې کا کا د ترهګرې ډلې د څانګې پی وای ډي لخوا توغول شوي توغندي د ترکیې په  وخت د ماښام په ۸ بجو د کیلیس د ولایت په مرکز کې پر کورونو لګېدلي دي.

په پېښه کې ۷ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. سیمې ته یو شمېر امبولانسونه او روغتیایي پرسونل لېږدول شوی دی.

په پېښه کې د کورونو سربېره یو شمېر موټرانو ته هم مادي زیان رسېدلی دی.

ددې پېښې سمدستي وروسته په سرحدي سیمه کې د ترکیې توپچي ځواکونو متقابلې ډزې هم کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: