یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / تر اوولسه کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې د سولې لپاره حرکتونه ډېر شوي دي

تر اوولسه کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې د سولې لپاره حرکتونه ډېر شوي دي

تر اوولسه کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې د سولې لپاره حرکتونه ډېر شوي دي. واشنګټن پوسټ نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي، سره له دې چې د تېرو اوولسو کلونو په پرتله په افغانستان کې جګړې سختې شوې دي، خو تر څنګ یې د سولې لپاره ولسي او ټولنیز حرکتونه ډېر شوي دي. نشریه د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان ته په اشارې وايي، چې نه یوازې دوی د سولې لپاره هڅې پيل کړې دي، بلکې د سیمې هېوادونو، افغان حکومت او نړیوالو ادارو هم د افغان سولې په برخه کې هڅې ګړندۍ کړې دي. نشریه لیکي افغانان نور له اوږدو او خونړیو جګړو ستړي شوي دي او ددې لپاره هڅه کوي چې سوله راشي. سرچینه کاږي په افغانستان کې روانه جګړه د افغان ملکیانو لپاره خورا خونړۍ وه او دا ددې لامل شوه، چې ولس په سوله پسې ووځي او د جګړو په کابو کولو کې خپل رول ادا کړي. دغه نشریه د افغانستان د ستونزې د حل لار جګړه نه بلکې د سولې مذاکرات بولي او په وینا یې افغانان هم ددې غوښتونکي دي چې دلته روانې ناخوالې د سولې او خبرو پر مټ حل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *