جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / تر هګرو سره په مرسته ککړ (۶) کسان په پاکستان کې دي

تر هګرو سره په مرسته ککړ (۶) کسان په پاکستان کې دي

امریکا د شپږو افغانانو او پاکستانیانو نومونه له طالبانو او حقاني شبکې سره د مرستې له امله د ترهګرو په لېست کې شامل کړي دي. د امریکا متحده ایالتونو د خزانې وزارت ویلي، له یادو شپږو کسانو څلور یې د افغانستان او دوه یې د پاکستان وګړي چې دمګړۍ ټول په پاکستان کې میشت دي. د امریکا د خزانې د وزارت مرستیالې سیګل مندلکر ویلي، چې یاد شپږ تنه له حقاني شبکې او طالبانو سره په مرسته تورن دي او همدا راز یې په افغانستان کې پر ناټو ځواکونو بریدونو کې لاس لرلی دی. د نوموړې په خبره دغه اقدام د ټرمپ د نوې تګلارې په چوکاټ کې شوی دی. مندلکر یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی، چې له امریکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې مرسته وکړي او د ترهګرو امن مرکزونه له منځه یوسي. امریکا د یادو کسانو شتمنۍ کنګل کړې دي او دوی یې په د ترهګرو په تور لېست کې شامل کړي دي.
.
امریکا د یادو کسانو مشخصات په لاندې توګه بیان کړي دي:
۱ – عبدالصمد ثاني، افغان: د طالبانو په رژیم کې د مرکزي بانک رییس او د یادې ډلې د مالي چارو مرستیال.
۲ – عبدالقدیر بصیر، افغان: په کونړ ولایت کې طالب قومندانانو ته د لسګونو زرو ډالرو د برابرولو مسوول او د طالبانو په رژیم کې په اسلام اباد کې قونسل.
۳ – حافظ محمد پوپلزی، افغان: د طالبانو د مالي کمیسیون غړی او د افغانستان په سویل او لویدیځ کې د مالي چارو مسوول.
۴ – مولوي عنایت الله ، افغان: د طالبانو د نظامي چارو مسوول او د پیښور د شورا پخوانی غړی.
۵ – فقیر محمد، پاکستانی: د حقاني د شبکې د مالي چارو مسوول.
۶ – ګلا خان حمیدي، پاکستانی: د حقاني شبکې د مالي او فني چارو مسوول او په سیمه کې د انسان ستر قاچاقبر.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: