شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / تقوا څه ته وایي؟

تقوا څه ته وایي؟

یوه شاګرد له عابد شخص څخه وغوښتل چې، تقوا څه ته وایي؟

عابد ورته وويل: که چېرې د ځمکې مخ له اغزيو او خسو خاشاکو ډک شي او په ګرځېدو مجبور شې؛ نو څه به کوې؟

شاګرد ځواب ورکړ: په احتياط او فکر به په لاره ځم، تر څو د ځان ساتنه وکړم.

عابد ورته وويل: په دنيا کې هم همداسې کوه همدې ته تقوا وايي، له کوچنيو او لويو ګناهونو څخه ځان وساته او هېڅ ګنا ته کوچنۍ مه وايه؛ ځکه چې غرونه په خپل ټول لوی والي او دروندوالي بيا هم له کوچنيو تيږو جوړ شوي دي.

یا الله!
زمونږ له زړونو څخه د جهل او ناپوهۍ پردې لرې کړه او رېښتوني تقوادار مو وګرځوه! آمین..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: