دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / تګاب:طالبان خپلمنځي اختلاف اړ کړي چې بهرني وسله وال له سیمې وباسې

تګاب:طالبان خپلمنځي اختلاف اړ کړي چې بهرني وسله وال له سیمې وباسې

د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي، چې هلته د طالبانو تر منځ له خپلمنځي اختلافاتو وروسته پرېکړه شوې چې د نورو سيمو وسله وال له تګابه وباسي. د تګاب امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي وویل، چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو تر منځ اختلافات زيات شوي دي. هغه زياته کړه، د همدې اختلافاتو له امله په سيمه کې طالبانو پرېکړه کړې چې ټول هغه بهرني وسله وال چې له نورو هېوادونو يا نورو ولايتونو راغلي او تګاب کې فعالیت لري بايد دا سيمه پرېږدي. سرچينه وايي، که دغه بهرني طالبان غواړي چې په تګاب کې پاتې شي، نو بايد د سيمې يو تن اوسېدونکى يې ضمانت وکړي. د تګاب امنيه قوماندان زياتوي، په سیمه کې دوی په بهرنیو وسله والو خپل باور کم کړی او په تېره اوونۍ کې وسله والو خپل قوماندانان او ځينې کسان هم د جاسوسۍ په تور وژلي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *