تیره جولای میاشت کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ۲۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱۳ تنه ټپیان شوي دي. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله ” سي اې پي جي ” چې هره میاشت په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه راپورونه خپروي په خپل تازه راپور کې ویلي، چې تیره میاشت تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ځانمرګو او هوایی بمباریو کې اوښتې ده. د دغې ډلې د راپور له مخې په تېره جولای میاشت کې تر ټولو زیات تلفات په ننګرهار، کابل، پکتیا او کندز ولایتونو کې اوښتې دي. د یادې ډلې د شمېرو له مخې، په تېره میاشت کې د ملکي وژل شو کسانو په شمېر کې د جون د میاشتې پرتله د پام وړ زیاتوالی را غلی، خو د ټپیانو په شمېر کې بیا د جون د میاشتې پرتله په جولای کې کموالی لیدل کیږي. د ثبت شوو شمېرنو له مخې په تېره میاشت کې ۲۳۲ ملکي افغانان وژل شوي او۳۱۳ نور ټپیان شوي دي. د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل وویل، چې ملکي وګړو ته ډېر تلفات په ځانمرګو او هوایي بریدونو کې اوښتي دي.