پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / تېره اوونۍ کې څه ۱۵ زره افغانان له ایران څخه خپل هېواد راستانه شوي

تېره اوونۍ کې څه ۱۵ زره افغانان له ایران څخه خپل هېواد راستانه شوي

د کډوالو نړیوال سازمان وايي، په تېره یوه اونۍ کې له ایرانه نژدې ۱۵ زره افغانان خپل هېواد ته استول شوي دي. د کډوالو نړیوال سازمان په خپل اونیز راپور کې چې پرون خپور شو وايي، د تېرې تلې یا مېزان د ۲۲ او ۲۸ مې تر منځ ۱۴۷۲۹ کسان چې په ایران کې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل افغانستان ته ستانه شوي چې تقریبا نیمايي یې ایراني چارواکو په جبري ډول ایستلي دي. یاده اداره دغه راز وايي چې د روان کال له پیله له شپږنیم لکه ډېر افغانان له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۶۳۰ زره کسان له ایران او نژدې ۲۷ نیم زره نور له پاکستان نه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دا اداره دغه راز د افغانستان د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې له خوا د خپرو شویو ارقامو پربنسټ وايي چې د روان میلادي کال له پیله د افغانستان په لویدیځ کې د سختې وچکالۍ له کبله له ۳۲ زرو زیاتې کورنۍ چې د غړو ټول شمیر یې له ۲۲۵ زره کسانو اوړي، د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. د کډوالو نړیوال سازمان وايي په دې ډله کې په سلو کې ۴۴ چې شمیر یې نژدې سل زره کسانو ته رسېږي ماشومان او له اتلسو کالو کم عمره تنکي ځوانان دي. یاد سازمان وايي، دا ټولې کورنۍ سمدستي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: