یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / بين المللي / تېره جولای میاشت هم د امریکايي ځواکونو هوایي بریدونه خپل اوج ته رسېدلي دي

تېره جولای میاشت هم د امریکايي ځواکونو هوایي بریدونه خپل اوج ته رسېدلي دي

تېره جولای میاشت هم د امریکايي ځواکونو هوایي بریدونه خپل اوج ته رسېدلي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې په جولای میاشت کې امریکایي ځواکونو ۷۴۹ هوايي بریدونه کړي دي. غربي رسنۍ د امریکايي چارواکو له خولې لیکي، دوی ځکه هوايي بریدونه ډېر کړي، څو وسله وال طالبان دې ته اړ کړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي. په راپور کې راځي دا له ۲۰۱۰ کال وروسته په افغانستان کې په یوه میاشت کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لوړه شمېره ښيي. امریکايي چارواکو ویلي چې له اوربند وروسته یې هوايي بریدونه نور هم ډېر کړي دي او هڅه به وکړي دغه بریدونه تر دې لا ډېر شي او د ترهګرو مرکزونه، روزنځایونه، د نشه يي توکو فابریکې نور هدفونه به له منځه وړي. امریکا داسې مهال د هوايي بریدونو د ډېرولو خبر ورکوي، چې ددغه ځواکونو په ډيری بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، خو دوی تل دغه راپورونه رد کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *