
پرون ماښام طالبانو خپل درې ورځینی اور بند پای ته ورسوه او هممهاله یې ورسره پر افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو راپورونه ورکړل.
طالب ویندویان وایي چې په بادغیس، فراه، کندهار، لغمان او غزني ولایتونو کې یې د بریدونو په پایله کې شاوخوا څلوېښت امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
افغان چارواکو د مرګ-ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو په بېلابېلو ولایتونو کې یې د طالبانو د بریدونو بیا پېل تایید کړی دی.
طالبانو پرون وویل چې دوی به خپل بریدونه بیا پېل کړي او په دې تړاو یې خپلو وسله والو ته امر ورکړی دی.
د طالبانو درې ورځیني اور بند کې ننګرهار ولایت کې د داعش له برید پرته په ټول هېواد کې کومه امنیتي پېښه و نه شوه او د اختر درې ورځې په خوشالۍ تېرې شوې.
افغان حکومت د خپل یو اړخیز اور بند موده لس نورې ورځې غځولې ده.