جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / تېرو څو ورځو کې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي

تېرو څو ورځو کې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت نه په خپره شوې خبر کې راغلي، د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ مشکوک کسان نیول شوي دي.

خبر وايي چې په تېرو شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲تصفیوي او تهاجمي عملیات شوي دي.

په یوه خبر کې ویل شوي چې داعش وسله وال د ننګرهار په هسکې مېنې، اچین، نازیانو او چپرهار ولسوالیو کې وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه لیکي د غزني ولایت د روانو عملیاتو په اړه هم ویل شوي چې د هوایي ځواکونو په ملاتړ د دغه ولایت په اندړ، قره باغ او رشیدان ولسوالیو کې یې ۲۴ تنه وسله وال مخالفین وژلي او ۱۲ نور ټپیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *