چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / بين المللي / جان بولټن:ایران ته د نړۍ حوصله ورتنګه شوې ده

جان بولټن:ایران ته د نړۍ حوصله ورتنګه شوې ده

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د ټرمپ تر وینا څو ساعته وروسته د ایران په اړه نوې څرګندونې کړې دي. هغه ویلي د ایراني ملایانو او اخوندانو قاتل رژیم دې خپلو فعالیتونو ته متوجه وي ځکه بیا به پښیماني هېڅ ګټه و نه لري. نوموړي د ټرمپ د خبرو په تایید ویلي چې ایران په منځني ختیځ کې جګړو او ناخوالو ته لمن وهلې او نوره د نړۍ حوصله ورته تنګه شوې ده. دده په خبره که ایران امریکایانو، د امریکا متحدانو او نورو ملګرو ته کوم خطر متوجه کړي، نو بیا دغه نظام ته پښېماني هېڅ ګټه نه لري. بولټن پر ایراني حکومت غږ کړی، چې خپل هر ګامونه په احتیاط او دقت پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *