جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / بين المللي / جاپان له امریکا څخه جنګي الوتکې اخلي

جاپان له امریکا څخه جنګي الوتکې اخلي

د رسنیو د راپورونو له مخې جاپاني حکومت ویلي چې د خپلې نظامي پياوړتیا او خپل هوايي حریم د ساتلو لپاره له امریکا ۶۲ ایف ۱۵ جنګي الوتکې اخلي. د جاپان حکومت ویلي چې دغه الوتکې به تر راتلونکو پنځو کلونو جاپان ته وسپارل شي. جاپان وايي د خپل دفاعي قوت د پیاوړتیا لپاره یې راتلونکې ۲۰۱۹ کال ته ۴۹ میلیارده ډالر دفاعي بودیجه ځانګړې کړې ده. سرچینه وايي چې که چېرې د شمالي کوریا او یا هم د جاپان د کوم بل ګاونډی تهدیدات دوی ته ډېر شي نو جاپان به خپله دفاعي بودیجه نوره هم ډېر کړي. د جاپان حکومت د چټکو توغندیو د اخیستو خبره هم کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *