د جاپاني رسنیو د راپور له مخې یوه اف۱۵ جنګي جيټ الوتکه د اوکیناوا سواحلو ته نږدې د جاپان په جنوب کې لوېدلې ده. دغه الوتکه په هوايي مانورونو بوخته وه، چې نسکوره شوې ده. تر اوسه ددغه الوتکې پاتيشوني نه دي پیدا شوي او نه یې هم په اړه نور معلومات خپاره شوي دي. بل پلو راپورونه وایي چې ددغه الوتکې پيلوټ له ایمني څوکۍ سره له الوتکې وتلی دی، خو تر اوسه نه دی موندل شوی. دغه الوتکه په اوکیناوا کې په کادینا نظامي اډه پورې اړونده وه.
