پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / جلال آباد ښار کې ځانمرګي برید دوه کسه وژلي دي

جلال آباد ښار کې ځانمرګي برید دوه کسه وژلي دي

نن سهار شل کم لس بجې د جلال اباد ښار اړوند د ګډو ځواکونو د پلټنې پر یوه پوسته ځانمرګی برید شوی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي ویلي، چې ځانمرګي بریدګر د پلټنې پوسته کې افغان ګډ ځواکونه په نښه کړي دي. نوموړی وايي په دغه پېښه کې دوه کسان وژل شوي، دوه نور زخمیان دي او یو شمیر موټرو اور اخیستی دی. په وژل شویو کې د ملي امنیت یو مامور هم شامل دی او نور عام خلک دي. د برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
انځور: آرشیف

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *