شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / جنرال اصف غفور: د افغانستان او سيمې امنيت د پاکستان تفاهم او همکارۍ پورې تړلی دی

جنرال اصف غفور: د افغانستان او سيمې امنيت د پاکستان تفاهم او همکارۍ پورې تړلی دی

جنرال اصف غفور: د افغانستان او سيمې امنيت د پاکستان تفاهم او همکارۍ پورې تړلی دی

پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور څرګنده کړې ده، چې په افغانستان کې ثبات پاکستان سره له تفاهم پرته نه شي راتلی. هغه ټينګار کړی، چې امريکا بايد په دې خبره ځان وپوهوي.

جنرال اصف غفور د افغانستان او سيمې امنيت د پاکستان تفاهم او همکارۍ پورې تړلی دی او دا کار يې له دې پرته ناشونی بللی.

هغه زياته کړې ده، چې امريکا يو دوست هېواد دی او موږ ورسره شخړه نه غواړو، خو د خپل هېواد نوم به ساتو. وړاندې ګڼو نورو پاکستاني چارواکو هم ويلي دي، چې دوی خپل ملت ته ځواب وايي، امريکا ته نه.

جنرال اصف ملګرو ملتونو کې د امريکا استازي نيکي هيلي ته په اشاره ويلي، چې هغه يوه هندۍ ده او ټرمپ دې په دې پوی شي، چې دريم هېواد د پاکستان او امريکا په اړيکو کې لاسوهنه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هندي چارواکو ويلي و، چې پر پاکستان د امریکا فشارونه ډېرېدل د هند د وروستيو پاليسيو پايله او لاسته راوړنه ده.

جنرال اصف هند په سيمه کې پر نا امنيو جوړولو تورن کړی او امریکا ته يې په دې اړه د هيښتيا ويلي دي.

د امريکا ولسمشر د نوي کال له پيل کېدا سره سم پر پاکستان لفظي بریدونو ته زور ورکړی دی، خو پاکستان هر ځل په دې اړه توند غبرګون ښودلی. هېره دې نه وي، چې د ترکيې او چين په څېر سترو سيمه‌ييزو ځواکونو هم په دې شخړه کې د پاکستان لوری نيولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *