دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / جنرال باجوه: ژمن یو چې افغانستان سره د سولې په تړاو هر اړخیزه مرسته وکړو

جنرال باجوه: ژمن یو چې افغانستان سره د سولې په تړاو هر اړخیزه مرسته وکړو

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه وایي، پاکستان ژمن دی چې له افغان حکومت سره د سولې په تړاو په هره کچه مرسته وکړي.

نوموړی پرون د پاکستاني پوځیانو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې موږ په دې باور یو چې په افغانستان کې د سولې او امنیت پرته په پاکستان کې د سولې او امنیت ټینګښت به ناشونې وي.

جنرال باجوه د ترهګرو پر ضد د پاکستاني پوځیانو د هلو ځلو په اړه هم خبرې وکړې او وې ویل چې پاکستان له خپل خاورې څخه د ترهګرو کابو ټول زیربناوې او امن ځایونه لمنځه وړې ده.

هغه وویل، چې د ترهګرو د ځینو پاتې شونو د ځپلو په موخه د راد الفساد د عملیاتو په چوکاټ کې هلې ځلې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان او امریکایي چارواکي وایي، د طالبانو او د حقاني شبکې ډلمشران لا هم دپاکستان په خاوره کې امن ځایونه او د یادو ډلو پر خلاف د پاکستاني د عملیاتو په ترڅ کې د پام وړ ګامونه نه دی پورته شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *