د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه وایي پاکستاني پوځیانو د ټولو ترهګرو پر خلاف پرته له کومه توپیر سره اقدامات کړي او که چیرې افغانستان د پاکستان له خاورې څخه ګواښونه ترلاسه کوي نو افغان باید د ګډ پولې مدیریت په خپل لومړیتوبونو په سر کې ځای ورکړي.
نوموړی دغه څرګندونې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قومانداني مشر له جنرال جوزف ووټل سره د ټیلیفوني مرکې پر مهال وکړې.
هغه دا هم وویل، چې پاکستان پوځ د افغان وسله والو په هکله د امریکا اندیښنې درک کوي او هیڅکله به ترهګرو ډلو ته د ځالیو د جوړول اجازه ورنه کړي.
خو نوموړی ټینګار وکړ چې په دې لاره کې د بریا د ترلاسه کولو لپاره د افغان کډوالو پر بېرته ستنېدو ټینګار وکړ.
جنرال باجوه زیاته کړه، چې پاکستان له امریکا متحده ایالاتو څخه د امنیتي مرستو د بیا پیل تمه نه لري خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي څرګندونې په هکله د پاکستان ملت سخت خپه دي.
په همدې حال کې جنرال ووټل وویل، چې امریکا د پاکستان پر خلاف د یو اړخیزه اقداماتو په لټه کې نه دی خو د پاکستان په خاوره د ځینو افغانانو د فعالیتونو په هکله اندیښنې لري او په هم دې خاطر له پاکستان سره خپل امنیتي مرستي درولی دی.
نوموړی ظاهراً د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو د مشرتابې د امن ځایونو ته اشاره کوله چې په اړه یې افغان او امریکایي چارواکو له اوږدې مودې راهیسې خپل اندیښې څرګنده کړي دي.