پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / جنرال جوزف دانفورډ: طالبان باید زړه ورتیا ته پرې نه ښودل شي

جنرال جوزف دانفورډ: طالبان باید زړه ورتیا ته پرې نه ښودل شي

د امریکا پوځي مشر جنرال جوزف دانفورډ ویلي دافغانستان دشخړې دهواري یوازینۍ لاره سیاسي جوړجاړی دی اؤ جوړ جاړي ته د اړ کولو دپاره باید طالبان د افغانستان دننه وځپل شي.

پوځي مشر دغه څرګندونې دامریکایي سینیټ د وسله والو ځواکونو د کمیسیون په وړاندې وروسته له هغې کړي چې دوه ورځې دمخه طالبانو د افغان ولسمشر اشرف غني د سولې په وړاندیز رډ کړو اؤ د“الخندق “په نوم یې د نوؤ عملیاتو پیل کولو اعلان وکړو.

جنرال دانفورډ وویل طالبان باید زړه ورتیا ته پرې نه ښودل شي اؤ اوس هغوئ باید نیغ په نیغه هدف وګرځول شي تر څو دجګړې میدان کې د ماتې په خوړل کیدو خبرو اترو ته کښیني.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني تیره میاشت طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی ؤ چې طالبان قابو تر دوؤ میاشتو په دغه وړاندیز غلي وؤ خو اوړمه ورځ یې ددغه وړاندیز رد اؤ دنوؤ عملیاتو پیل کولو اعلان وکړو.

دامریکا پوځي مشر د سینیټ کمیسیون ته وویل چې افغانستان کې امریکایي اؤ ائتلافي ځواکونه باید تر هغې پاتې وي چې ترڅو یې وسله وال مخالفین له پښو نه وي غورځولي.

هغه وویل افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په مهال هم باید دچاپیریال شرائط په نظر کې ونیول شي.

دافغانستان د ملي دفاع وزارت هم د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی ؤ چې افغان ځواکونه د طالبانو د نوؤ عملیاتو د ناکامو بشپړ توان لري اؤ د هیواد په هره برخه کې به د هغوئ د ورانکارۍ مخه ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *