جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / بين المللي / جنرال جوزف ووټل: له تسلیم شوو داعشیانو سره د جنګي یرغملو په څېر چلند کېږي

جنرال جوزف ووټل: له تسلیم شوو داعشیانو سره د جنګي یرغملو په څېر چلند کېږي

د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وايي، سره له دې چې د جوزجان په درزاب کې د تسليم شويو داعش وسله والو په لومړي سر کې تود هرکلى شوى، خو افغان حکومت اوس دوى ته د دغو وسله والو په تړاو د پلټنو ډاډ ور کړى او ويلي یې دي چې دوى سره به د جنگي يرغملو په څېر چلند کېږي. په جوزجان کې د طالبانو او داعش د جګړې له امله تر ماتې وروسته د اګسټ په اوله تر دوه نیم سوو داعشیان حکومت ته تسلیم شول. په دوی کې په شمال کې د دغې ډلې مشر مولوي حبیب الرحمن او مرستیال یې نعمت الله هم شامل دي. د ووټل په وينا افغان چارواکو منلې چې د دغو وسله والو د تسليمۍ د بهير مديريت په ډېره ښه توگه نه دى شوى. جنرال ووټل د امريکا دفاع وزارت کې خبريالانو ته وويل، تسليم شوي داعش وسله وال اوس حکومتي توقيفځایونو ته لېږدول شوي او ورسره به د هر هغه جنگي جنايت حساب وشي چې دوى ترسره کړی. دغه امريکايي جنرال ويلي د داعش په تړاو د امريکا او افغان حکومت دريځ څرگند دى او هغه دا چې دا ډله بايد له منځه لاړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *