پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / جنرال دوستم په افغانستان کې سوله د جګړې له لارې راولې!

جنرال دوستم په افغانستان کې سوله د جګړې له لارې راولې!

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي داعش او طالبان په دوو میاشتو کې ختمولی شي. جنرال دوستم چې دمګړی په ترکیه کې دی وايي، چې دی د بهرنیانو په همکارۍ او د افغان هوايي ځواک په ملاتړ کولی شي د دوو میاشتو په اوږدو کې طالبان او داعش له افغانستان ورک کړي. هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، له طالبانو سره د سولې پلوی دی، خو سوله باید د ضعف له اړخه نه بلکې د یوه قوت له لوري ترسره شي. دده په وینا طالبانو ته د سولې لپاره تواضع کول جګړه سختوي او ستونزې ډېروي. جنرال دوستم ویلي، له طالبانو سره هغه وخت سولې ته رسېدلی شو، چې تر هر څه وړاندې په جګړه کې د بریا موخه ولرو. هغه د سولې لپاره د ولسمشر غني د وړاندیز هرکلی کړی دی او وایي، د ولسمشر وړاندیز څرګندوي چې هغه د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان هیله لري. هغه ویلي، چې پر طالبانو نظامي فشار دغه ډله سولې ته حاضرولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *