افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ملي ګوند مشر جنرال عبدالرشید شیبې وړاندې کابل ته را ورسېد.
د ولسمشر لومړی مرستیال الوتکه شیبې وړاندې په کابل کې د حامد کرزي هوایي ډګر ته را ورسېده.
د ولسمشر دوهم مرستیال په ګډون یو شمېر لوړپوړي چارواکي د حامد کرزي هوایي ډګر ته تللي دي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د ولسمشر لومړی مرستیال نن ماښام د خپل کار په دفتر کې له رسنیو سره خبرې وکړي.