د افغانستان کندهار ولايت امنيه قوماندان، جنرل عبدالرازق، د دغه ولایت والي زلمی ویسا او د دغه ولایت د ملي امنیت مشر د یوه امنیتي ساتونکي په ډزو وژل شوی دی.
په کابل کې يو لوړپوړي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې درې واړه لوړپوړي افغان چارواکي په کندهار کې د والي په دفتر کې د يوې غونډې پر مهال په ډزو وژل شوی.
رويټرز خبري اژانس ليکلي چې بريد په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د مشر جنرل سکاټ ميلر او رازق تر منځ تر ملاقات وروسته وشو.
ځايي مطبوعاتو ويلي چې بريد د رازق يو ساتونکي کړی دی خو تر اوسه پورې په دې اړه چارواکیو کره معلومات نه دي ورکړي.