یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / پاکستان / جنرال قمر جاوید باجوه نن کابل ته ځي

جنرال قمر جاوید باجوه نن کابل ته ځي

د رسنیو د راپورونو له مخې له باجوه سره په دې سفر کې د پاکستاني پوځ لوړپوړي جنرالان هم ملتیا کوي. دواړه لوري به د سولې، امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې، په سیمه کې د ترهګرو پر ځپلو او نورو اړوند مسایلو بحث وکړي. دغه لوړپوړی پاکستانی چارواکی د ولسمشر غني په غوښتنه افغانستان ته راځي. هغه به په دې لیدنه کې له ولسمشر، اجرایه رییس او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کتنې ولري. نوموړی داسې مهال افغانستان ته راځي چې نن له طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند لومړۍ ورځ ده. پاکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د افغانستان په کړکیچ کې لوی لاس لري او د سیمې ځينې هېوادونه یې له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *