دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / جنرال مراد: نړيوال باید د ترهګرۍ پر وړاندې متحد شي

جنرال مراد: نړيوال باید د ترهګرۍ پر وړاندې متحد شي

د کابل ګارنیزیون قوماندان جنرال مراد علي مراد وایي ترهګري یوه سیمه ییزه او نړیواله پدیده ده. له همدې امله نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ پر وړاندې متحده شي او په هغو هیوادونو فشارونه زیات کړي، چې د ترهګرو ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده، چې افغان چارواکي تل ادعا کوي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو چې په افغانستان کې بریدونه کوي ملاتړ کوي او پټنځايونه یې ورکړي دي، خو پاکستان دغه ډول ادعاوې رد کړې دي. امریکایي چارواکو هم تر دې مخکې ویلي و، چې وسله وال طالبان او د حقاني شبکې اړوند مشران د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه لري. هغه دغه راز له هېوادوالو غوښتنه وکړه، چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار واوسي او د شکمنو کړنو په اړه امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *