پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / جنرال وستم د نظام الدین قیصار د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده

جنرال وستم د نظام الدین قیصار د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده

جنرال وستم د نظام الدین قیصار د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده. د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نظام الدین قیصار پر وړاندې دسیسه جوړه شوې ده او حکومت دې نوموړی ژر تر ژره خوشی کړي. هغه ویلي چې که حکومت یې خبرو ته ارزښت ور نه کړي نو په فاریاب کې به ډېرې ستونزې جوړې شي او ولس به د حکومت د ټولو فعالیتونو مخه ونیسي. نظام الدین قیصار په فاریاب کې د ولسي پاڅونکوونکو قومندان و چې تېره ورځ د حکومت له لوري نیول شوی او کابل ته لېږدول شوی دی. د نوموړي پلویانو له تېرې ورځې راهیسې لارې بندې کړې دي او د وسله وال پاڅون ګواښ یې کړی دی. جنرال دوستم وایي که حکومت نه غواړي چې دا ستونزې لا ډېرې شي نو ښه به وي چې قیصار بېرته خوشی کړي او خپلې سیمې ته یې ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: