یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / جوزجان کې افغان حکومت ته تسلیم شوي داعش جنګیالي د سر خوندیتوب غوښتنه کوي

جوزجان کې افغان حکومت ته تسلیم شوي داعش جنګیالي د سر خوندیتوب غوښتنه کوي

جوزجان کې افغان حکومت ته تسلیم شوي داعش جنګیالي د سر خوندیتوب غوښتنه کوي. دوی وایي، حکومت ورسره ژمنه کړې چې امنیت به یې ساتي خو له دې ژمنې سره سره دوی ټینګار کوي چې ژوند ته دې یې جدي پاملرنه وشي. د جوزجان ولایت چارواکو په وینا د داعش ٢٥٠ جنگیالي چې ماشومان او تنکي ځوانان په کې شامل وو او ټول افغانان دي د خپلو درندو او سپکو وسلو سره یو ځای افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. د یادې ډلې تسلیم شوي قومندان مولوي حبیب الرحمن او مرستیال یې مفتي نعمت الله ویلي دي، چې د هیڅ یو هیواد له خوا یې ملاتړ نه کیده، له حکومته ناراضه وو او له طالبانو سره له جگړو وروسته له حکومتي ځواکونو سره په تفاهم تسلیم شوي دي او اوس له حکومته غواړي چې د امنیت ضمانت یې وشي. دا په داسې حال کې ده چې په شمال کې د حکومت یو لوړپوړي جنرال ویلي و، چې په دې ولایتونو کې د داعش ډلې فعالیتونه د اندېښنې وړ نه دي او ژر به یې له منځه یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *