جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / جوزجان کې د داعش جګړو سلګونه کورنۍ بې ځایه کړې دي

جوزجان کې د داعش جګړو سلګونه کورنۍ بې ځایه کړې دي

جوزجان کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ نښتو له امله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي. د جوزجان ولایت چارواکي وایي، چې د درزاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر منځ جګړو زور اخیستی دی او سلګونه کورنۍ د یاد ولایت مرکز شبرغان ته راکډه شوې دي. د جوزجان د والي ویاند لطف الله عزیزي ویلي، چې د دغو کورنیو شمېر شاوخوا ۳۰۰ ته رسېږي چې ډېر ژر به یې سروې بشپړه او لومړنۍ مرستې ورسره وشي. بې ځایه شویو کسانو ویلي، چې د ځانونو د خوندیتوب په خاطر یې ډک کورونه پرېښي او شبرغان ښار ته یې ځانونه را رسولي دي. د یادونې ده، چې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د وسله والو طالبانو او داعشیانو تر منځ جګړې روانې دي. د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې هره ورځ په دغو جګړو کې دواړو غاړو ته درنې مرګ ژوبلې اړوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *