دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / جوز جان: یو شمېر داعش وسله وال محلي پولیسو ته تسلیم شوي دي

جوز جان: یو شمېر داعش وسله وال محلي پولیسو ته تسلیم شوي دي

په جوزجان ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعش ۲۳ وسله والو ځانونه محلي پولیسو ته تسلیم کړي دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي تېره ورځ شاوخوا ۱۱ بجې د داعشیانو ډلمشر محمد قاسم په مشری ۲۳ داعش وسله وال په درزاب ولسوالی کې محلي پولیسو ته تسلیم شول.

سرچینه زیاتوي، چې داعش وسله والو ۱۰ میله کلاشنکوفونه، ۱۷ د کلاشنکوفونو شاژورونه، او یو شمېر نور تجهیزات امنیتي ځواکونو ته سپارلي.

د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جوزجان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

د جوزجان په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان ولایت په ځینو نا امنو برخو کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې هم روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *