سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / پاکستان / جون میاشت کې به د پاکستان نوم په خړ لېست کې شامل شي

جون میاشت کې به د پاکستان نوم په خړ لېست کې شامل شي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت منلې، چې د هېواد نوم یې په هغه نوملړ کې شاملېږي، چې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو په شک څارل کېږي. دغه نوملړ فنانشل ایکشن ټاسک فورس (FATF) نومې ادارې چمتو کړی چې نړیوال مالي مسایل څاري. پرون د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وویل، په جون میاشت کې به د پاکستان نوم دغه لیست کې شامل کړل شي، خو نوموړی وايي، له خړ لیست، تور لیست ته د پاکستان د لېږدولو راپورونه رښتیا نه دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د ایف اې ټي ایف داخلي مسایل حساس دي او په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي، خو نوموړی وايي د دغې موضوع اړوند چارې به د پاکستان اقتصاد وزارت پر مخ بیايي. ډاکټر محمد فیصل وايي هغوی د تورو پیسو سپینولو او ترهګرو سره د مالي مرستو مخنیوي تګلاره کې نیمګرتیاوې په ګوته کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: