دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / جېمز مټیس وایي پاکستان له غبرګونونو اندېښنه نه لري
November 20, 2016 - Washington, DC, United States - General James Mattis testifies before the Senate Armed Services Committee hearing on Capitol Hill in Washington, U.S., July 27, 2010. REUTERS/Yuri Gripas/File Photo (Credit Image: © Yuri Gripas/Reuters via ZUMA Press)

جېمز مټیس وایي پاکستان له غبرګونونو اندېښنه نه لري

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس وایي چې له پاکستان سره کېدونکې مرستې يې ځنډولې دي او په دې اړه د پاکستان له غبرګونونو اندېښنه نه لري.

جېمز مټيس دا خبره وړمه شپه په پنټاګون کې د يوې خبري ناستې پر مهال د خبريالانو د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.
له مټېس وپوښتل شول چې ايا پاکستان به د مرستو د بندېدو په غبرګون کې د امريکايي ځواکونو اکمالاتي لارې ونه تړي او يا به چېن ته لا ډېر ور نږدې نه شي؟
د امريکا د دفاع وزير جېمز مټيس په ځواب کې وويل، دی په دې اړه اندېښنه نه لري ځکه څه موده مخکې يې پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره کتلي او په وينا يې داسې کومه خبره نه ده مطرح شوې.
مټيس وويل، له پاکستان سره مذاکراتو ته دوام ورکوي او که دغه هېواد له ترهګرو ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي او دغه راز له ترهګرۍ سره رښتينې مبارزه وکړي نو امريکا به له اسلام اباد سره بېرته مرستې پيل کړي.
د امريکا د دفاع وزير زياته کړه چې په پاکستان کې خوندي ترهګر به يوه ورځ پاکستان ته هم په لوی ګواښ بدل شي، چې په خبره يې بايد ورسره جدي مبارزه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په لومړۍ ورځ پر پاکستان د دروغ ويلو او فرېبکارۍ تور پورې کړ او ويې ويل چې اسلام اباد له يوې خوا له امريکا په ميلياردونو ډالرو مرسته تر لاسه کړې او له بلې خوا یې بيا هغو ترهګرو ته خوندي پټنځايونه چمتو کړي چې امريکا يې په افغانستان کې لټوي.
وروسته بيا سپينې ماڼۍ هم اعلان وکړ چې له پاکستان سره کېدونکې ميليونونه ډالره مرسته به تر هغه ځنډېدلې وي چې پاکستان د ترهګرو په ځپلو کې رښتيني ګامونه پورته کړي نه وي.
که څه هم اسلام اباد تر دې مهاله د امريکا په ځواب کې جدي غبرګون نه دی ښودلی، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي چې د امريکايي چارواکو اقدامات او څرګندونې له ترهګرۍ سره پر روانې مبارزې منفي اغېز کوي.
اصف ويلي چې له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې يې له ترهګرۍ سره پر مبارزې له خپل اړخه تر ۱۵۰ ميلياردو ډالرو ډېر لګښت کړی دی.
د چارو شنونکي بيا په دې باور دي چې پاکستان په بشپړه توګه د امريکا تر امر لاندې دی او کله ناکله له دې امله د امريکا د پرېکړو پر وړاندې ظاهري غبرګونونه ښيي چې خپلواکي يې تر پوښتنې لاندې را نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *