سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / حامدکرزي دپاکستان پر وړاندې د ټرمپ د دريځ هرکلی کړی

حامدکرزي دپاکستان پر وړاندې د ټرمپ د دريځ هرکلی کړی

د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د پاکستان په اړه د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د وروستي دریځ هرکلی کړی دی. د امریکا جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ورځ پر ټویټر په خپل لومړني پیغام کې پاکستان یو درواغجن هیواد په توګه یاد کړی او ویلي دي چې دا هیواد د امریکا د ملیاردونو ډالرو د مرستې په بدل کې امریکا ته له درواغو پرته نور څه نه دي ورکړي.
ښاغلي ټرمپ لیکلي”په تیرو ۱۵ کلونو کې امریکا په احمقانه ډول له پاکستان سره د ۳۳ میلیاردو ډالرو ډیرې مرستې کړي او دوی (پاکستان) موږ ته پرته له درواغو او خطا ایستلو بل څه نه دي راکړي او زموږ پر مشرانو یې د احمقانو خیال کړی. دوی (پاکستان) هغو ترهګرو ته امن ځایونه ورکړي چې موږ یې په لږه همکارۍ په افغانستان کې ښکار کوو. نور به داسې نه کیږي”.
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی، چې په دې وروستیو کلونو کې یې د امریکا سره اړیکې ښې نه وې او تل یې د افغانستان په هکله ددغه هیواد پر پالیسو کلکې نیوکې کړي، په یوه اعلامیه کې د پاکستان په هکله د امریکا د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ وروستی دریځ د افغانانو د تیرو پنځلس کالو د دریځ تائید بللی دی.
ښاغلي کرزي ویلي “موږ د جمهور رئيس ټرامپ د دغې وینا هرکلۍ کوو. وړاندیز مو دا دی چې په افغانستان کې جنگ بند شي او د سیمې له نورو هېوادونو سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه همکارۍ کې د پاکستان پر نظامي حکامو داسې فشار راوړل شي، چې نتیجه یې په افغانستان او سیمه کې سوله وي”.
ښاغلي کرزي ویلي، تل یې دا ویل چې تروریستان او د هغوی ځالې د افغانانو په کلیو او کورونو کې نه بلکې بهر دي او د افغانانو پر کورونو بمبارۍ له تروریزم سره مبارزه نه بلکې له افغانانو سره زیاتی دی.
تراوسه لا افغان حکومت د پاکستان په هکله د امریکا د جمهوررئیس څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د امریکا د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ دا پیغام هغو افغانانو ته یو ښه پیغام ګڼلی چې د ښاغلي محب پر وینا له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې د دیره تروریستانو په لاسونو د ناخوالو سره مخ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: