سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / حامد کرزی: امریکا په افغانستان کې اوولس کاله افغان وژنه کړې ده

حامد کرزی: امریکا په افغانستان کې اوولس کاله افغان وژنه کړې ده

امریکا اوولس کاله افغانان وژلي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په روسیه کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې امریکا دا اوولس کاله په افغانستان کې د افغان وژنې جګړه روانه کړې ده او لا هم افغانان وژني. دده په خبره امریکا او برېتانیا له لسیزو راهیسې په افغانستان کې امنیت را نه وست او نه یې هم دغه هېواد ته د ودې زمینه برابره کړه. نوموړي همدا راز ویلي چې امریکا اوولس کاله په افغانستان کې جګړه وکړه او ددې جګړې پایله یوازې او یوازې د افغانانو وژل وو. هغه ټینګار کړی، چې امریکا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتینې نه ده، خو که روسیه وغواړي دغه جګړې ته د پای ټکی اېښودلی شي. هغه ویلي روسیه کولی شي له پاکستان سره په همغږۍ دلته روانه جګړه پای ته ورسوي او ترهګري ماته کړي. ښاغلي کرزي تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د امریکا پر تګلارې او جګړه نیوکه کړې ده او په وینا یې دوی رښتیني نه دي او دلته خپل پلانونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *