یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / حامد کرزی: حکومت دې د بهرنیو ځواکونو نه د خپلسریو عملیاتو پوښتنه وکړي

حامد کرزی: حکومت دې د بهرنیو ځواکونو نه د خپلسریو عملیاتو پوښتنه وکړي

کرزي د کندز ولایت په چهاردې ولسوالۍ کې د بهرنیو هوایي ځواکونو لخوا د کورونو په نښه کول په سختو ټکو غندلي دي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، کرزی هغه برید چې د راپورونو له مخې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ملکیان په نښه شوي په کلکو ټکو غندي او زیاتوي، چې د افغانانو د کلیو او کورونو بمبارول د ټولو بشري او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی او دا کار نور هېڅ د زغم وړ نه دی. د خبرپاڼې له مخې، کرزي په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د هوایي عملیاتو په پایله کې د ملکي تلفاتو زیاتېدو په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او له افغان حکومت نه یې په کلکه غوښتې، چې د بهرنیانو له لورې دې د ورته خپلسریو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي. نوموړي دغه راز له نړیوالي ټولنې نه هم غوښتنه کړې چې د دې بشر ضد کړنو د مخنیوي لپاره دې اړین اقدامات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *