دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / پاکستان / حامد کرزی د طالبانوسره دجګړي مخالفت کوي اوپه پاکستانۍ جنرالانودفشار غوښتنه کوي

حامد کرزی د طالبانوسره دجګړي مخالفت کوي اوپه پاکستانۍ جنرالانودفشار غوښتنه کوي

 

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره واشنگټن باید پر پاکستاني جنرالانو بندیزونه ولگوي. حامد کرزی له امریکا غږ سره په ځانگړې مرکې کې ویلي، چې د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د وروستي دریځ ملاتړ کوي، خو تر اوسه یې یوازي خبرې اوریدلې دي، باید عمل ولیدل شي. حامد کرزي په دغه مرکه کې ویلي، چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې، چې وایي له طالبانو سره سوله نه بلکې جګړه کوي، د جګړې د اوږدولو په مانا دي. دده په خبره ټرمپ باید په افغانستان کې جګړه اوږده نه کړي او په وینا یې د جګړې د اوږدولو لپاره د ټرمپ د هڅو کلک مخالفت کوي. دده په خبره د جګړې د پای لپاره باید پر پاکستاني پوځیانو او د پاکستان د نظامي استخباراتو پر اداره یا ای ایس ای بندیزونه ولګول شي. کرزي زیاته کړې ډيری دغه پاکستاني جنرالان په برېتانیا، واشنګټن، لندن او دوبۍ کې کورونه لري. پخواني ولسمشر همدا راز ویلي، چې د طالبانو هره حمله غندي او هر هغه برید یې غندي چې په هغه کې ملکي افغانان وژل کېږي. خو په وینا یې د افغانستان د ستونزې حل لار جګړه نه ده او د مذاکراتو له لارې دغه جګړه حل کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: