جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / حامد کرزی وایي د ترهګرو پټنځایونه په پاکستان کې دي

حامد کرزی وایي د ترهګرو پټنځایونه په پاکستان کې دي

امریکا دې پر پاکستان نور هم فشارونه ډېر کړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د ترهګرۍ اصلي مرکزونه او جرړې د افغانستان په خاوره کې نه دي، بلکې له پاکستانه راځي او په افغانستان کې خونړي بریدونه تر سره کوي. حامد کرزي ویلي، چې که امریکا په رښتیا غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسول شي او ترهګري هلته ماته شي نو پر پاکستان فشار راوړل یې یوازینۍ لار ده. حامد کرزي پر امریکا غږ کړی، چې پر پاکستان دې نظامي او اقتصادي فشارونه ډېر کړي. دده په وینا د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای په مستقیمه توګه ترهګر روزي، ملاتړ یې کوي او امریکا ته په کار ده، چې د پاکستاني حکومت پر دغه برخه لا ډېر فشارونه وضع کړي. حامد کرزي د خپل حکومت په دوره کې هم پر دې ټینګار کاوه، چې د ترهګرو مرکزونه له افغانستان بهر دي او امریکايي ځواکونو ته په کار ده، چې په ترهګرو پسې د افغانانو کورونه او کلي بمبار نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: