ټرایبل نیوز د سرچینو د مالوماتو له مخې نن مازیګر مهال د پاکستان زړه پنجاب ایالت د اټک سیمه یوې درنې چاودنې ولړزوله چې په ترڅ کې يې درنه مرګ ژوبله واړوله.
د ټرایبل نیوز سرچینو د راپورونو له مخې یاده چاودنه د پاکستان په اټک سیمه د بسال په سرک شوې ده، سرچینه زیاتوي چې یاده چاودنه د پاکستان د واه فیکټرۍ (فابريکې) د اسلحو جوړولو د مامورینو په بس شوې ده چې په پایله کې يې ګڼ شمیر د یادې فیکټرۍ د اسلحو جوړولو مسلکیان وژل شوي دي او یو عراده بس چې د چاودنې په ترڅ کې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
په تر سره شوې چاودنه کې ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي هم دي چې په سیمه کې د درملنې لپاره بېلا بېلو روغتونو ته وړل شوي دي.
د چاودنې وروسته سیمه امنیتي ځواکونو لخوه کلا بنده شوې ده او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي
دا په داسې حال کې ده چې ټرایبل نیوز ته د ترهګرې ډلې حزب الاحرار ویاند په یو رالیږل شوي بریښنا لیک کې د چاودنې پړه منلې ده او ويلي يې دي چې یاده چاودنه د دوي د ډلې د یو سرتېري بریدګر لخوا تر سره شوې ده او دعوه کوي چې په یاده چاودنه کې يې لس کسان وژلي دي،ویاند زیاتوي چې یاد برید په پاکستان کې د دوي د ډلې لخواه د اعلان شوو عملياتو “ابن قاسم” لړۍ ده چې په روانه میاشت کې يې په کوټه کې هم په امنیتي ځواکونو درې ځان وژونکي بریدونه تر سره کړي وو د کوم په نتیجه کې چې په لسګونه پاکستاني امنیتي ځواکونه په ابدي خوب ویده کړی شوي وو،نوموړي ويلي چې د دې بریدونو سر بیره یاده ډله په پاکستان کې خونړیو بریدونو ته ټټر وهي.
بل خوا د پاکستان د پوځ ویاندویې ادارې ای ایس پي آر د چاودنې په اړه د څه ویلو څخه ډ ډه کړې ده.
د پوځي چارو کار پوهانو په نظر چې په پاکستان کې امنیتي او استخباراتي ادارې وار په وار دعوې کوي چې د هېواد نه يې ترهګر شړلي او ځپلي دي، خو بل خوا په پنجاب ايالت کې چې د پاکستان زړه بلل کیږي دا ډول بريدونه تر سره کيدل يو شمير پښتنې راپورته کوي،د کومو نه چې دا مالومه او جوته کيږي چې د دغه هېواد امنیتي او استخباراتي ادارې د ترهګرۍ د له منځه وړلو کې ناکام پاتې دي او دغه رقم ادعاوې فقط د خپلو عوامو په سترګو کې خاورې اچول دي چې ګواکې دوي په هېواد کې امن او سوله راوستې ده