یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / بلوچستان / حزب الاحرار تندروه ډلې کراچۍ کې پولیس وژلي !

حزب الاحرار تندروه ډلې کراچۍ کې پولیس وژلي !

ټرایبل نیوز د ځایي سرچېنې د راپور له مخې نن له ماسپښين وروسته د بلوچستان او کراچۍ سره تړلي سېمه حب څلور لارې د ساکران په سرک نامالومه وسله والو پر پولیسو ډزې وکړي چې په ترڅ کې ګڼ شمیر پاکستاني پولیس ووژل.

راپور له مخې یاد برید هدفې وژنه وه چې په پایله کې ۵ کسان وژل شوي دي چې پکې درې پولیس او دوه د ګوزڼ څاڅکو کارکونکې شاملې دي

د یاد برید پړه په پاکستان کې پر خونړي بریدونو ککړې ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي په یو راستول شوي برېښنا لیک کې منلې ده.

نوموړي ټرایبل نیوز ته زیاته کړه چې د دوي عملیات په پاکستان ورځ تر بله پراخېږي او د لا ډیرو خونړیو بریدونو په لټه کې دې

د یادونې وړ ده د بلوچستان اړوند د پاکستان په لويو وړو ښارونو او د سیمو په بریدونو کې د یادې تندروه ډلې لاس دی چې له امله یي پاکستان پوځ او د دغه هېواد نورو ادارو ته د تلفاتو تر څنګ یو لویو ګواښ هم بلل کیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *